افغانستان ما-زمونږ افغانستان

افغانستان ما-زمونږ افغانستان اخبار افغانستان وجهان

داخبري صفحه د افغانستان ما - زموږ افغانستان په نوم هېواد والو ته د معلوماتو د رسولو په موخه جوړه شوې ده، هیله مند یو چې خپل ګټور اندونه او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړئ................................................................
صفحه خبری افغانستان ما - زمونږ افغانستان به منظور آگاهی دهی به هموطنان عزیز ما ساخته شده است ،ؔ امید در این راستا با ما همکار بوده و ما را از نظریات و پیشنهادات سومند خویش مسفید سازید.

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ۳۰ تنه غله نیول شوي دي.د دغې ولسوالۍ امنيه قومندانۍ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې نيول شو...
03/01/2024

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ۳۰ تنه غله نیول شوي دي.

د دغې ولسوالۍ امنيه قومندانۍ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې نيول شوي ۳۰ تنه غله د تېرو درېيو ورځو په لړ کې، د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د موټرونو، موټرسایکلونو، دوکانونو او کورونو د لوټلو په تور نيول شوي دي.

سرچينې ویلي، نيول شوو کسانو کې ډېری یې په نشه‌يي توکو روږدي دي.

افغانستان په دریمه شل اوریزه لوبه کې اماراتو ته ماتې ورکړهافغانستان د شل اوریزه سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې متحده ...
02/01/2024

افغانستان په دریمه شل اوریزه لوبه کې اماراتو ته ماتې ورکړه

افغانستان د شل اوریزه سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د څلور ویکیټو په توپیر ماته ورکړه او روانه لوبلړۍ یې ۲-۱ وګټله.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلې پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه د ۱۱ م...
31/12/2023

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلې پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه د ۱۱ منډو په توپير وبایلوله.

رویترز گزارش داده که پاکستان دست‌کم ۱۳۰ شهروند افغان را که منتظر دریافت ویزای مهاجرت امریکا بودند، اخراج کرده است.در این...
27/12/2023

رویترز گزارش داده که پاکستان دست‌کم ۱۳۰ شهروند افغان را که منتظر دریافت ویزای مهاجرت امریکا بودند، اخراج کرده است.

در این گزارش آمده که مقام‌های پاکستانی اغلب نامه‌های حمایتی امریکا را نیز نادیده می‌گیرند.

نوی کابل بانک د څو ورځو لپاره تړل کېږيدغه بانک په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي: "د نوي کابل بانک مرکزي دفتر، مرکزي او ول...
26/12/2023

نوی کابل بانک د څو ورځو لپاره تړل کېږي
دغه بانک په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي: "د نوي کابل بانک مرکزي دفتر، مرکزي او ولايتي څانګې، د صرافۍ اتومات ماشينونه او ټول اړوند بانکي خدمات به د پنجشنبې ورځې له ۲ بجو څخه چې د دسمبر مياشتې له ۲۸مې نېټې سره سمون لري، د راون مالي کال د ختمېدو د پروسې په موخه بند وي."
ياد بانک زياتوي چې دوی به د نوي ۲۰۲۴ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې خپل فعاليت بېرته په عادي ډول پيل کړي.

ننګرهار کې د ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت ښوونځيو د بيا رغونې چارې شوېد ننګرهار په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې د یونیسف م...
26/12/2023

ننګرهار کې د ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت ښوونځيو د بيا رغونې چارې شوې

د ننګرهار په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې د یونیسف مؤسسې د ۲۱ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د اتو لېسو د بیا رغونې کارونه پیل شوه. د یاد ریاست رئیس مفتي حبیب حضرت حـ.قاني وویل، په حصارک ولسوالۍ کې د لاجګر، مرکزي نجونو، ياغي بند، تورن عبدالرحمن لېسو او شېرزادو ولسوالۍ کې د ګندومک، کنډۍ، طوطو او لوی ترمي لېسو د بیا رغونې چارې، چې په تېرو جګړو کې تخریب او یا لمنځه تللې وې پیل شوې.

کاپيسا کې د اوبو لګولو درې شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوېد کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف ادارې په...
26/12/2023

کاپيسا کې د اوبو لګولو درې شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف ادارې په مالي مرسته د کاپیسا ولایت د تګاب او اله سای ولسوالیو په لکه خیل، تتر خیل او سلطان خیلو کلیو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دریو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نرخ اسعار
26/12/2023

نرخ اسعار

اوکرايين د روسيې له لوري د مارينکا ښارګوټي نيول رد کړلروسیې ادعا کړې چې ځواکونو یې د اوکراین په ستراتیژیکه سیمه دونتڅک ک...
26/12/2023

اوکرايين د روسيې له لوري د مارينکا ښارګوټي نيول رد کړل

روسیې ادعا کړې چې ځواکونو یې د اوکراین په ستراتیژیکه سیمه دونتڅک کې د مارینکا په نوم ښارګوټی نیولی دی، خو کیيف دغه ادعا رد کړې او ویلې یې دي، ځواکونو یې په یاده سیمه کې درې ناکامې حملې په شا تمبولي دي.

کرېکټ بورډ په درې افغان لوبغاړو بنديز ولګاوهد افغانستان کرېکټ بورد د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، پر نوین الحق، مجیب الرح...
26/12/2023

کرېکټ بورډ په درې افغان لوبغاړو بنديز ولګاوه

د افغانستان کرېکټ بورد د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، پر نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي يې له دې امله بندیز لګولی چې د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو يې ډډه کړې وه. د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، یاد لوبغاړي د راتلونکو دوو کلونو لپاره په هیڅ لیګ کې نشي لوبیدی.

په دوبۍ کې د ا.ا قونسلګري وایي، د متحده عربي اماراتو دغه هوايي شرکت به د کابل او شارجې ترمنځ الوتنې له سره پيل کړي. ویل ...
26/12/2023

په دوبۍ کې د ا.ا قونسلګري وایي، د متحده عربي اماراتو دغه هوايي شرکت به د کابل او شارجې ترمنځ الوتنې له سره پيل کړي.
ویل کیږي یاد شرکت به د جنورۍ په لسمه خپلې الوتنې پيل کړي.

د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو دفتر له افغانستان سره د ۳.۲ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.افغانست...
24/12/2023

د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو دفتر له افغانستان سره د ۳.۲ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) اېکس کې د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې دا پیسې به د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ورکول کیږي.

Address

Shahre New Haji Yaqub Square
Kabul
24000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when افغانستان ما-زمونږ افغانستان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to افغانستان ما-زمونږ افغانستان:

Share

Category