My Choice

My Choice د افغانستان او نړۍ مهمې پېښې او خبرونه

رویدادها و اخبار مهم افغانستان و جهان

Important events and news of Afghanistan and the world
(9)

د ط.البانو کورنیو چارو وزارت وايي، څلور تنه یې نیولي چې غوښتل یې په کابل کې د یوناما پر دفتر او کارکوونکو بر.ید وکړي. د ...
08/10/2026

د ط.البانو کورنیو چارو وزارت وايي، څلور تنه یې نیولي چې غوښتل یې په کابل کې د یوناما پر دفتر او کارکوونکو بر.ید وکړي. د وزارت په وینا، له نیول شویو کسانو و.سله او مهمات هم ترلاسه شوي او هغوی پر خپل جر.م اعتراف کړی دی.

دا ځوان په کابل کې د هغو ګڼو روږدو کسانو له ډلې دی چې د درملنې لپاره راټول شوي دي. نوموړی په نـ.شه‌يي توکو روږدی دی خو د...
08/10/2026

دا ځوان په کابل کې د هغو ګڼو روږدو کسانو له ډلې دی چې د درملنې لپاره راټول شوي دي. نوموړی په نـ.شه‌يي توکو روږدی دی خو د پام وړ دا ده چې انګلیسي، عربي، هندي او درې نورې داخلي ژبې يې زده دي.
د نوموړي دا وړتیا په داسې حال کې ده چې نـ.شه‌يي توکو یې د ژوند پر مسیر اغېز کړی او اوس د درملنې په موخه تر څارنې لاندې دی.

د ا.مریکا د ټېنېسي ایالت ۵۰ کلنه د ا.عدام محکومه کرېسټا پایک د سپتمبر پر ۳۰مه د اعدام د هڅې پر مهال د و.ژونکو درملو له د...
08/10/2026

د ا.مریکا د ټېنېسي ایالت ۵۰ کلنه د ا.عدام محکومه کرېسټا پایک د سپتمبر پر ۳۰مه د اعدام د هڅې پر مهال د و.ژونکو درملو له دوو دوزونو وروسته ژوندۍ پاتې شوې ده.
د نوموړې وکیلانو ویلي، پایک وروسته روغتون ته ولېږدول شوه او اوس بېرته په هوښ راغلې او خبرې کولی شي، خو لا هم تر درملنې لاندې ده او روغتیايي حالت یې جدي بلل شوی دی.
پایک په ۱۹۹۵ کال کې د ۱۹ کلنې کولین سلېمر د و.ژنې په قضیه کې د ا.عدام په سزا محکومه شوې وه.

د روسیې د ترانسپورت وزارت وايي، د دغه هېواد د ترانسپورت مرستیال وزیر دیمیتري زویریوف او د ط.البانو د رېل‌پټلۍ ادارې عموم...
07/10/2026

د روسیې د ترانسپورت وزارت وايي، د دغه هېواد د ترانسپورت مرستیال وزیر دیمیتري زویریوف او د ط.البانو د رېل‌پټلۍ ادارې عمومي رییس عبدالکریم فاتح په لیدنه کې د افغانستان د رېل‌پټلۍ او سیندیزو بندرونو، د حیرتان بندر په ګډون، د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د روسي شرکتونو د ګډون امکانات څېړلي دي.
په دې لیدنه کې د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژې او د شمال-سویل نړیوال ترانسپورتي دهلېز له لارې د بار وړلو د پراختیا، همداراز د ترانزیټي همکاریو لپاره د حقوقي چوکاټ پر جوړولو هم خبرې شوې دي.

د ط.البانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د ا.مریکا پر افغانستان د برید د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي، دغه بر.یدونه د افغانس...
07/10/2026

د ط.البانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د ا.مریکا پر افغانستان د برید د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي، دغه بر.یدونه د افغانستان په تاریخ کې «توره ورځ» وه.
فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د ا.مریکا د حضور پر مهال زرګونه افغانان وو..ژل شول، ټ.پیان شول او له هېواده کډوالۍ ته اړ شول.
نوموړي ویلي، د ا.مریکا پر وړاندې اوږدې مبارزې ثابته کړه چې افغانان هېڅ ډول بهرني اشغال ته غاړه نه ږدي او خبردا.ری یې ورکړی چې که کوم بهرنی هېواد د افغانستان د اشغال هڅه وکړي، د افغانانو له مقاومت سره به مخ شي.
امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه پر افغانستان بر.ید وکړ او څو اوونۍ وروسته د ط.البانو حکومت وپرځېد. دغه ج.ګړه تر ۲۰۲۱ کال پورې روانه وه او د دوحې هوکړې له مخې د ا.مریکايي ځوا.کونو له وتلو وروسته ط.البان بېرته واک ته ورسېدل.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په دغه هېواد کې نږدې ۱۱۰ زره بې‌اسناده کډوال نیو...
07/10/2026

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په دغه هېواد کې نږدې ۱۱۰ زره بې‌اسناده کډوال نیول شوي چې ۲۹ زره او ۷۱۲ یې افغانان دي.
د شمېرو له مخې، افغانان د نیول شویو کډوالو ترمنځ تر ټولو لویه برخه جوړوي. په همدې موده کې ۱۰ زره او ۱۳۵ کسان د انسانانو د قا.چاق په تور هم نیول شوي دي.
ادارې د نیول شویو افغانانو د برخلیک او له ترکیې د ایستل شویو کسانو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

له هندي مذهبي مشر پریمانند مهاراج سره د ویرات کوهلي تر لیدنې وروسته ادعا شوې چې نوموړي د لیدنې په بدل کې ۵۰ میلیونه هندي...
07/10/2026

له هندي مذهبي مشر پریمانند مهاراج سره د ویرات کوهلي تر لیدنې وروسته ادعا شوې چې نوموړي د لیدنې په بدل کې ۵۰ میلیونه هندي کلدارې اخیستې دي. د کوهلي ویاند دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د هغه لیدنه د ژورې عقیدې له مخې شوې وه، نه د پيسو لپاره.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو د استازو په ګ...
07/10/2026

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د اکتوبر په پنځمه په مسکو کې د افغانستان په ګډون د لسو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه، خو د پا.کستان او ط.البانو ترمنځ د اختلافاتو له امله ګډه اعلامیه خپره نه شوه.
د غونډې له بحثونو داسې څرګندېږي چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ترمنځ پخوانۍ همغږي کمه شوې او د پا.کستان دریځ نور د ټولو هېوادونو له خوا په یوه خوله نه تاییدېږي.
که څه هم د ط.البانو حکومت لا هم نړیوال رسمیت نه لري او د افغانستان د امنیت په اړه د سیمې هېوادونه اندېښنې لريرخو ورسره د پا.کستان او افغانستان ترمنځ د روانو پوځي او سیاسي ترینګلتیاوو په اړه هم د سیمې د هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.
مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د دې لپاره جوړ شو چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو ته د ګډو بحثونو زمینه برابره کړي. خو د ۲۰۲۱ کال وروسته د سیمې امنیتي او سیاسي شرایط بدل شوي او اوس د افغانستان په اړه د هېوادونو ترمنځ د نظرونو واټن هم زیات ښکاري.
د غونډې مهمه پایله دا وه چې د افغانستان د راتلونکي، امنیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه د سیمې هېوادونه د پخوا په څېر یو واحد دریځ نه لري او د افغانستان د شخړو د پوځي حل پر ځای د سیاسي او سیمه‌ییز تفاهم غوښتنه لا هم مطرح ده.

افراسياف خټک

د جمعیت علمای اسلام مشر مو.لانا فضل‌الرحمان په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت یا والي واکمنۍ طرحه رد کړې او ویلي یې دي چې...
07/10/2026

د جمعیت علمای اسلام مشر مو.لانا فضل‌الرحمان په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت یا والي واکمنۍ طرحه رد کړې او ویلي یې دي چې روانه ناامني د پو.ځي عملیا.تو پر ځای د ملي کچې سیاسي خبرو او تفاهم له لارې حل کېدای شي.
نوموړي پر تېرو او روانو پو.ځي عملیا.تو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ولس امنیت او ارامښت غواړي، نه عملیا.ت. د هغه په وینا، د تر.هګرۍ د مخنیوي لپاره باید له ځايي خلکو او ملي سیاسي مشرانو سره مشورې وشي.
فضل‌الرحمان همداراز د تحریک انصاف سوله‌ییز لاریون د دغه ګوند قانوني او ولسواک حق بللی او له حکومت یې غوښتي چې پر وړاندې یې خنډونه جوړ نه کړي.

افغانه ماډله ګلالۍ کریمي وايي، د سپتمبر په ۲۵مه یې په پاریس کې د فېشن په یوه ننداره کې ګډون کړی و او وروسته د فرانسې د «...
07/10/2026

افغانه ماډله ګلالۍ کریمي وايي، د سپتمبر په ۲۵مه یې په پاریس کې د فېشن په یوه ننداره کې ګډون کړی و او وروسته د فرانسې د «مووییر» مجلې له خوا د ماډلې په توګه وټاکل شوه.
کریمي رسنيو ته ویلي، خوښه ده چې د افغانې نجلۍ په توګه یې په دې نړیواله فېشن ننداره کې ګډون کړی. نوموړې وايي، خبریالانو یې د اصل په اړه پوښتنه کوله او فکر یې کاوه چې له تونس یا مراکش څخه ده خو هغې ورته وویل چې افغانه ده.
نوموړې وايي، په ننداره کې یې درې جوړې جامې اغوستې وې. «مووییر» په پاریس کې د فېشن، هنر او عکاسۍ مجله ده.

Address

Dubai

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when My Choice posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category